ولسمشر: ولس دې ښونځي هم د مساجدو په شان د الله کور وبولي او دې رغوي

comments 0

هندوکش ـ کابل: نن د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د زنګ په وهلو رسما په سړو سیمو کې د تعلیمي کال پرانیسته وکړه.

تر ولسمشر مخکې د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر ابرهيم شينواري په تیر يو کال کې دخپلو هڅو او کارونو لنډ راپور وړاندې کړ چې د ولسمشر له ستاينې سره مخ شو.

ولسمشر محمد اشرف غني وويل:«موږ له داسې دين سره تړاو لرو چې د وحي پيل په اقرا شوی دی، پوهه په ټول اسلامي تاريخ کې ستر ځای لري او د زده کړو څارنه نه يوازې فردي او ملي مسولیت دی بلکه ديني وجیبه هم ده. معارف يوسپيڅلی مسلک دی، له ټولو ښونکو او د معارف له اراکينو د زړه له کومې مننه کوم.»

غني زياته کړه: « د ښونکو شمېر ډير شوی دی خو د تعليم او تربيي کيفيت ډير ټيټ دی او دا هغه تريخ واقعیت دی چې لا هم پنځوس سلنه ښونځي تعمير نلري، نيم ښونکي د تدریس معيارونه نشي پوره کولای او نه زده کونکي هغه څه زده کولای شي چې د بريالي ژوند په برخه کې ورسره مرسته وکړي، درې نيم میلیونه په شرايطو برابر ماشومان له زده کړو بې برخې دي او تر زرو پورې ښونځي په ټول هیواد کې په ډيرې خواشينۍ سره تړلی دي او دا وضعيت د منلو وړ نه دی.»

ولسمشر وویل:« هغه ماشومان چې اختراعات کوي ټول تعليمي برخه يي باید پياوړتيا باندې کار وکړي او د ماشومانو او ښونکو پر پياوړتيا باید جدي کار وشي، د يو ښونکي په توګه ما خپل ډير عمر د وطن او نورې نړۍ له بچو سره تیر کړی دی، معارف مې په زړه کې لومړيتوب لري خو متاسفانه زه په هغو شرايطو کې ولسمشر شوم چې  زما د  زړه خبرې پکې پلې نشوې، اوس راته دا مسولیت راته تر غاړې دی څو د خاورې او ملي بیرغ ساتنه مو وکړم، خو د علماوو، نورو اقشارو او مشرانو  په مرسته ډاډ درکوم چې ددې وطن بقا تر پوښتنې لاندې نه ده دا عظيم ملت به دوام وکړي او موږ به خپلې هڅې جارې ساتو.»

« پروژې پلې کيدونکي دي، اقتصاد خوځيدلی دی، د هوسا افغانستان په اړه ملی او نړۍ واله اجماع شته او مهمه داده چې د سولې په برخه کې ملي اجماع شته، اوس به ښونې او روزنې ته ډيره پاملرنه کوو، د ولسمشر په توګه غواړم له پوهنې د ملاتړ په برخه کې نوي نوښتونه شريک کړم.»

ولسمشر وويل چې نور به هره مياشت د پوهنې په اړه ناستې ولري:« ۱۳۹۷ کال له پوهنې د ملاتړ کال دی، په تیر کال کې لس جلسې شخصا زما د مشرتوب په شتون کې شوي دي، پلان مې ټکي په ټکي لوستی دی او په دې کال کې به هره مياشت زما په مشرۍ د معارف د مسايلو په اړه ناستې ولرو څو پرمختګونه او ستونزې سره وګورو. هدايت مې ټولو وزارتونو او ادارو ته داده څو له معارف سره هر اړخیز کار وکړي، د پوهنې مسله يوازې په پوهنې وزارت پورې اړه نلري.»

ولسمشر زیاته کړه:« په دوو راتلونکو کلونو کې به ښونځيو ته شپږ زره ودانۍ جوړې شي، دا کمی به کموو او کريمي صیب ته مې هدايت ورکړی دی او دوه سوه ميلیونه ډالره ورته ځانګړې شوي دي، د ښارجوړونې وزارت ته مې هدايت ورکړی دی چې سل ښونځي به يي چې لیسې به وي باید په مخکې شان جوړ شي يانې په کابل کې هرڅه جوړ شي بیا سيمې ته یو وړل شي په يوه اونۍ کې بايد جوړ شوي پليټونه نصب او ښونځی جوړ شي.»

ولسمشر د ښونکو د معاشاتو په اړه وويل:« د ښونکو د معاشاتو سيستم ترتيب شوی دی او د زمري  تر ۲۷ پورې به ډير شونکي له دې امتیاز څخه چې غوښتنه يي لرله استفاده وکړي، له ښونکو سره مې ژمنه کړې وه چې کورونه به ورکوم تر اوسه په دې برخه کې لازم څه نه دي شوي خو د ښارجوړونې وزارت او اراضي ادارې ته مې هدايت ورکړی دی څو ددې ستونزې د حل په برخه کې حل  لاره وړاندې کړي چې ښونکي، کډوال او د شهداوو کورنيو ته به ورکول شي، په دې برخه کې راپور درکوم په.»

ولسمشر هدايت ورکړ څو ټول ښونځي د انټرنيټ له لارې سره ونښلول شي:« مخابراتو وزارت ته مې امر کړی دی چې د مرکز او ولايتونو ښونځي له انټرنيټ سره ونښلوي او په دې کار سره به د کمپيوتر او تکنالوژۍ په مرسته د زده کونکو وړتیا لوړه شي او بچي مو باید ټکنالوژۍ ته لاسرسی ولري، د اترا اداره باید هغه سيستمونه چې دوی يي نه کاروي باید پوهنې ته يي په واک کې ورکړي.»

ولسمشر د روغتيايي چارو په برخه کې هم هدایت لاره:« د عامې روغتيا وزارت باید په روغتيايي برخه کې جدي کار وکړي، د اوسپنې او پوليک اسيد پروګرام باید نجونو ته پلې شي څو  د نجونو راتلونکې کې مهمه ونډه ولري او هیله من يم ناسم تعبیر نشي، باید هره ځوانه نجيلۍ پياوړې وي، د ماشومانو واکسين خصوصا تيتانوس باید په ټولیز  ډول پلی شي.»

غني وړاندې وويل:« ښونکو ته د پور په صندوق باندې به جدي کار وشي ماليي وزارت ته مې امر کړی دی او سوداګرو هم ژمنې کړي دي، زما د ميرمنې په ګډون به ټول پکې مرسته وکړي، امنیتي ادارې ټولو ته هدايت دی څو د ښونځيو، ښونکو او زده کونکو په امنیت کې جدي و اوسي، د شينواري صیب نوښت د څارندوی په برخه کې ستاينه کوم او دا کار به ددې لامل شي چې ښونکي او زده کونکي به خوندي وي.»

ولسمشر پر مشرانو هم غږ وکړ څو د پوهنې ملاتړ وکړي:« مشران دې له پوهنې معنوي ملاتړ وکړي، له سوداګرۍ خونې سره په خبرو بوخت يو څو  د سرې مياشتې په شان مرسته وکړي  څو د وارداتو يوه برخه په خاص ډول پوهنيزې برخې ته ځانګړې کړي، له نړۍ والې ټولنې غواړم چې له درس پاتې ماشومان ښونځي ته راولي. نهم: د پوهنیز نظام سمون به موږ اوله درجه مسولین راولو، زموږ لپاره ستر شرم دا وو چې تیر کال په پوهنې وزارت کې د پراخ فساد په اړه نړۍ وال راپور وو، که له اوبو څوک غلا وکړي حاصل به کم شي، که له ښونکي څوک غلا کوي دا کفر ده او دا د منلو وړ نه ده او په دې برخه کې له شينواري صیب څخه خاصتا مننه وکړم.»

ولسمشر زياته کړه:« د ښونکو لپاره به د منطقوي معاش ټاکل به تر بحث لاندې ونیسو هغو سيمو چې لږ پرمختګ کړی دی ښونکي به پرمختللي وټاکو، معیارونه باید واضح وي څو سبا پکې بدلون راشي، هغه سیمې چې لږ پرمختګ لري هلته به تعليمي بستې پلې شي او پوهنې وزارت ته مې لارښونه داده څو ټول زده کونکي خپل بچي وبولي او کيفيت لرونکي زمینه ورته برابره کړي. دا راته د منلو نه ده چې ولس ولايتونه دي يو ډول وي او ولس نور دې ټکني، د هر ولايت ماشوم باید په عين سرعت مخکې ولاړ شي.»

ولسمشر زیاته کړه:« هر افغان ته هغه امکانات غواړم چې اشرف غني ته مساعد وو، دا چې زما له هیواده بهر ديرش کلن عمر نه راسره حسابوئ مننه درنه کوم، د پوهنې وزارت به راته د ښونکو په ورځ د تقدير وړاندیز راکړي چې نوښتونه يي کړي وي او د زده کړې په برخه کې بريالي وی، نوښت لرونکي ښونکي د ستاينې وړ دي او چې څومره نوښت وکړئ هڅونه به مو ډيره وي.»

ولسمشر زیاته کړه:« په ټول کې د پوهنې وزارت د هڅو ستاينه کوو، دا وزارت په تیرو دوو کلونو کې د ځمکې تر څنګ يو نيم ميليارد افغانۍ مرستې را جلب کړي دي او هدايت مې دادی چې  روڼ مکانیزم ایجاد کړي څو د هغو حق ادا شي چې له دولت او پوهنې وزارت سره مرسته کوي. زه پر ملت غږ کوم د مساجدو په اعمار کې مو معجزه کړې ۱۶۰ زره مساجد ولس جوړ کړي دي، ځمکه، تعمير او د علمای کرامو ډير معاش ولس ورکوي دا ديني فريضه ولس په ډير ښه شان ترسره کړې غږ مې پرې دادی چې د پوهنې د پياوړتيا په برخه کې دې حشر وکړي او خصوصا علما باید په دې برخه کې ډيره زياته مرسته وکړي او مکاتب ته هم باید ولس د خدای د کور په سترګه وګوري ځکه دلته هم د خدای دين تدريس کيږي.»

ولسمشر زیاته کړه:« نور مو باید ښونکی او زده کونکی شکايت ونکړي چې کتاب نلري، ټولي دولتی اداري يي باید د کتابونو په لیږد کې مرسته وکړي، د مدارسو لپاره ديني کتابونه په ډير ښه ډول چاپ شوي دي، د سواد زده کړې کتابونه هم چاپ شوي دي، د پوهنې وزارت به په غیرسیاسي مسلکي ادراې باندې بدلوو، غیر مسلکي کسان نور دلته ځای نلري، دا وزارت د نفاق او وړو سياستونو لپاره ځای نلري، ماشوم معصوم دی او باید دا ماشوم د مسلمان افغان په توګه وروزل شي او يو والی او مساوات باید پکې وي په دې وزارت کې تفرقه ځای نلري، هيڅ افغان له بل افغانه کم نه دی او هيڅ افغان له بل افغانه بدتره نه دی، ددې وطن هره سيمه وګورئ زموږ ستر ویاړونه د ټول ولسونو دي او ددې وطن راتلونکې هم د ټولو مشترکه ده.»

ولسمشر وويل چې ډير ژر به اتلس زره بستونو ته ازموینه واخلي:« اته زره بستونه چې ازموينه يي اخیستل شوې ډيره رڼه وه او ۱۸ زره نور ښونکي به هم له عيني لارې غوره شي، تیر کال مې د پوهنې وزارت ته د ښځينه ښونکو د تشويق په خاطر درې زره قراردادي بستونه منظور کړي وو چې ۲۵۰۰ يي استخدام شوي دي، د ښځينه وو په ټولګيو کې د ښځينه ښونکو شتون اړين دی، شپږ زره بستونه خاص ښځينه ښونکو ته ځانګړي کوو د پوهنې وزارت دې د ښځينه قرارداديانو شمېر پنځو زرو ته لوړ کړي. لا هم هغه شکايت چې لرم په پوهنې وزارت کې په لوړو څوکيو کې د ښځو کمی دی، نوي سلنه رئيسان نارینه  دي، معينان نارینه دي دا وزارت نیم په نیمه دی دا وضعيت بدل کړئ، که نجونې ځان په رهبري کې ونه ويني نو ولې باید درس ووايي.؟ د ښځو حقوق زياتیدای شي کميدای نشي..»

ولسمشر پر ولس غږ وکړ چې لاس په کار شي:« په حرفوي برخه کې ستونزې وي په تیرو دوو کلونو کې ډيرې څيړنې شوي دي  په راتلونکو دوو کلونو کې به د داسې پروګرام شاهدان وی چې په هره ولسوالۍ کې به يو مسلکي ښونځی وي څو د کار په بازار کې سهم واخلي او تخنيکي کار وکړي، په پای کې يوه غوښتنه لرم، غوښتنه مې داده چې سږ کال له دوو ملي پروسو سره مخامخ  يو اول يي ټاکنې دي په ۱۳۹۷ کال کې به د ملي شورا او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې کيږي، ښونکي او استادان پکې خاصه ونډه لري له استادانو هیله لرم چې خپل رول مو په ټاکنو کې په آساسي ډول ولوبوۍ هم خلک پوی کړئ چې رايه ورکړئ هم ولسي مسولیت ورته تشریح کړئ او همداسې د رايي ورکړې په مرکزونو کې ستاسو رول ډير مهم دی. بله پروسه سوله ده ۴۰ کاله جنګ زموږکلتور بدل کړی دی د افغانستان د يو بل منلو عظيم کلتور يي بدل کړئ دی، موږ يو او موږ سوله غواړو، موږ ټيکاو راوړو او موږ پرمختګ راوړ… په ډې برخه کې د ښونکو او زده کونکو رول ډير مهم دی د بحث، سولې او استدلال په فرهنګ کې ددوی رول ډير مهم دی. يوبل ته درناوی اويوبل منل زموږ اړینه اړتیا ده او د پوهنې وزارت له دې مهمې اجندا سره سم به په روان کال کې د مهمو بدلونونو لیدونکی وي… تل دې وي افغانستان او تل پاتې دې وي زموږ ښونکي او زده کونکي.»

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

 

Comments