ولسمشر نه زه غلا ته راغلی یم نه نورو ته د غلا اجازه ورکوم

comments 0

27 Views

هندوکش ـ کابل: نن په کابل کې د غويي اتمه چې د مجاهدينو د بريا ورځ ده په ارګ کې د ځانګړو مراسمو په لړ کې ولمانځل شوه.

غونډه چې د قران کريم په تلاوت او د ملي سروع په غږولو سره پیل شوه د نورو جهادي مشرانو او ملي شورا د رئيسانو تر څنګ ولسمشر محمد اشرف غني هم ورته وينا وکړه.

ولسمشر په خپلو خبرو کې وويل:« نه زه غلا ته راغلی یم نه نورو ته د غلا اجازه ورکوم.»

ولسمشر زياته کړه:« تر هر څه اول د افغانانو د جهاد د کامیابۍ د شپږویشتمې کلیزې په مناسبت ټولو ته مبارکي وایم . دا یوه مبارکه ورځ ده او ضرور ده چې ویې نمانځو.»

ولسمشر وويل چې طالب او داعش ولسي بیخ نلري:« د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د وروستیو تروریستي پېښو شهیدانو ارواو ته دعا کوم. طالب او داعش په ملت کې رېښه نه لري. که رېښه یې درلودی نو په خپلو خلکو به یې حملې نه کولی.»

ولسمشر وویل چې د جهاد د بريا راز په ملي يو والي کې وو او ولس وو چې په يو غږ را پورته شول او زبرځواک يي مات کړ.

محمد اشرف غني زیاته کړه:«  د مجاهد کلمه انحصار نه ده، د مجاهد کلمه د ټول افغان ولس کلمه ده، هغه څوک چي د مجاهدینو سپکاوی کوي، د خپل مور او پلار او د خپل ځان توهین کوي.»

ولسمشر وويل چې: ولس پراخ سیاسي شعور لري او اصلاحات غواړي. د نظام شکل اوس تثبیت شوی، پخوا دغه بحران موجود و چې څه ډول نظام دې وي. اوس زموږ دنده داده چې دا نظام څنګه پیاوړی کړو

ولسمشر وويل چې په هر حالت به ټاکنې کيږي ځکه په خبره يي د ملت له ارادې پرته يوه شيبه هم مسولیت نه اخلي.

ولسمشر د طالبانو له لوري د پسرلنیو عملياتو په اړه وويل:« طالبانو د خندق د غزوې په نوم جګړه اعلان کړې، عجبه ده، آیا دوی د خندق د جګړې په مفهوم پوهیږي؟ په دغه نوم جګړه حضرت محمد ص د چا پر وړاندې کړې وه؟ ایا دوی د افغانستان د جهادي رهبرانو، علماو، مشرانو او خلکو پر وړاندې جګړه کوي؟»

ولسمشر له رسنیو د شکايت په لړ کې دوی ته د سرتیرو پيغام داسې ورساوو:« زه چې هرې قول اردو ته ځم سرتیري رانه پوښتنه کوي چې رسنۍ ولې موږ ته شهيد نه لیکي.»

ولسمشر زياته کړه چې د افغانستان روان وحشت ځکه نامشروع دی چې د پاکستان ملایان د پاکستان په ګټه فتواوې ورکوي:«  د عربستان، اندونیزیا او حتی د پاکستان د علماو فتواګانې چې ګورې نو واضح کېږي چې دغه تپل شوې جګړه په افغانستان کې دیني مشروعیت نه لري.»

د غونډې ټولو ويناوالو په ټولو برخو کې د ولسمشر هر اړخيز ملاتړ وکړ او د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار له ولسمشر څخه په ځانګړي ډول مننه وکړه چې په لومړي ځل يي د افغانستان د پخواني ولسمشر شهيد سردارمحمدداودخان د شهادت تلین ولمانځه.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

 

Share this page to Telegram

Comments