ولسمشر مشورتې ناستو ته دوام ورکوي

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د افغان سیاسونو سره وکتل.
ولسمشر په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه ناسته کې یې له مخکیني ولسمشر حامد کرزي، استاد سیاف، کریم خلیلي، ډاکټر عبدالله او سروردانش سره خبرې کړي.
ولسمشر لیکلي، د سولې په اړه یې د واحد دریځ پر سر خبرې کړي او ددې لړۍ په دوام به د ټولنې له نورو قشرونو سره هم وګوري.
دا خبرې مشورتي دي چې څنګه کیدای شي افغان حکومت او ولس سولې ته ورسیږي.
ولسمشر د سولې خبرو د بریالیتوب او مشورو لپاره مشورتي جرګه هم رابللې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments