ولسمشر د بیت المقدس په ملاتړ ناسته کې ترکيي ته لاړ

comments 0

هندوکش – کابل: افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اسلامي هيوادونو د همکاریو سازمان د مشرانو په فوق العاده ناسته کې د ګډون لپاره تېره شپه ترکيي ته رسیدلی دی.
ولسمشر به په دې ناسته کې د بیت المقدس په رسمیت پيژندلو په تړاو د امریکا د پریکړې په غبرګون کې د افغان حکومت او افغانانو دریځ هم په ډاګه کړي.
له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې له ولسمشر سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم ملګری دی.
د بیت المقدس په تړاو د امریکا د ولسمشر ټرمپ پریکړې په نړۍ کې د اسلامي هېوادونو او مسلمانانو سخت غبرګونونه راپورته کړي او دا پریکړه یې غندلې ده.
ټرمپ پریکړه کړې چې د اسراییلو پلازمېنه دې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته انتقال شي او امریکا به خپل سفارت هم بیت المقدس ته انتقال کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply