ولسمشر محمد اشرف غني نن تهران ته ځي

comments 0

هندکش ـ کابل: ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبه د زمري ۱۴مه د افغانستان ولسمشر تهران ته ولاړ شي.
محمد اشرف غني ته د ایران نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رییسي رسمي بلنه ورکړې ده چې د هغه د لوړې په مراسمو کې چې په پارلمان کې ترسره کېږي، ونډه واخلي.
ښاغلي رییسي د سې شنبې په ورځ هم د تحلیف یو لړ مراسم ترسره کړل.
ولسمشر محمد اشرف غني به د دې سفر په ترڅ کې له خپل ایراني سیال ابراهیم رییسي سره غونډه وکړي او تمه ده چې د ایران له یو شمېر نورو چارواکو او د پارلمان له ځینو غړیو سره وګوري.
سپوژمۍ پوپلزۍ

Comments