ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار تیره ورځنې برید وغنده

comments 0

هندوکش – کابل: له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار تیره ورځنې برید غنډلې او یاد برید یې دعلم او زده کړې پر وړاندې ښند بللې دې.
خبر پاڼه کې راغلي چې جنایتکاره تروریستانو نن د کابل ښار په اتلسمه حوزه کې پر یوه ښوونیز مرکز برید وکړ او ددغه مرکز یو شمېر زده کوونکي یې شهیدان او ټپیان کړل.
وحشي تروریستان د ښوونیزو او فرهنګي مرکزونو په نښه کولو سره په ډاګه کوي چې دوی د اسلامي ارزښتونو او د محمد (ص) د لارښوونو چې د علم زده کړه یې په نر او ښځه فرض ګرځولې ده، خلاف دي.
جمهوررئیس غني ددې تروریستي پېښې د سخت غندلو ترڅنګ اړوند مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې ددې دردناکې پېښې د رامنځته کېدو څرنګوالی وارزوي، ټپیانو او د قربانیانو کورنیو ته دې عاجله رسېدګي وکړي.
د هېواد جمهوررئیس د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ مراتب څرګندوي، شهیدانو ته فردوس جنت او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments