ولسمشر محمد اشرف غني د فاریاب خپره شوې ویدیو څیړلو لپاره امر وکړ

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشرۍ ماڼې نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني امر کړې چې هغه ویډويي انځورونو په اړه د څېړنه وشي چې ویل کېږي په فاریاب کې د ملي اردو د سرتېرو له ‎خوا د نظام الدین قیصاري د نیولو په وخت اخیستل شوي دي.
له ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د ولسمشر غني ویلي ”د امنیتي او دفاعي ځواکونو هر ډول چلند چې د هېواد د نافذه قوانینو او اصولو سره په ټکر کې وي د منلو وړ نه ګڼي او څرګندوي چې رامنځته شوی ستونزې د افرادو د غیر اصولي او نامسلکې چلند پایله ده نه د هېواد د دفاعي او امنیتي نظام، سرغړونکي افراد باید خپل چلند د هېواد د نافذه قوانینو سره برابر کړي او مسوول وګڼل شي. “
خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسمشر غني په فاریاب ولایت کې د نیول شویو کسانو په اړه خپاره شوي تصویرونه او دغه راز په پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې د پوځې عملیاتو له امله ملکي وګړو ته د اوښتو تلفاتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته لارښوونه کړې چې په دې اړه دې د امکان ترحده ژر هراړخیز جدي تحقیقات وکړي، خپل راپور او وړاندېزونه دې له اعلی سرقومندانۍ سره شریک کړي.
خبرپاڼه کاږي ولسمشر غني ویلی، چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه باید د ټولو طرزالعملونونو او قانوني اجرااتو په تطبیق سره د دې ډول پېښو د بیا تکرارېدو د مخنیوي په برخه کې جدي تدابیر ونیسي او مکلف دي چې د اسلام د مبین دین او د هېواد د نافذه قوانینو د احکامو، د بشري حقونو د ارزښتونو او انساني موازینو په رڼا کې چلند وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments