ولسمشر محمد اشرف غني د داعش د له منځه وړلو ژمنه وکړه

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان معتبرې خبري سرچینې (آزادي رادیو) سره په یوې ځانګړې مرکې کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ژمنه وکړه چې په افغانستان کې دداعش ډله له منځه وړي.
مرکه چې د آزادي رادیو لخوا په لاره اچول شوې وو ولسمشر وویل، په افغانستان کې د اسلامي دولت ډله (داعش) له منځه وړي .
نوموړي وویل،« د داعش وسلوالو شمیر لږ شوی دی ، خو دا پدیده له بهره تمویلیږي. زما ژمنه دا ده چې موږ داعش محو کوو.»
ولسمشر غني په یادې مرکې کې په داګه نکړه چې په افغانستان کې د داعش وسلوالو شمیر څومره لږ شوی دی .
داعش ډلې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د خونړیو بریدونو مسولیت منلی دی .
ددې لړۍ په یوه تازه پیښه کې چې د یکشنبه په ورځ په کابل کې وشوه ، لږ تر لږه ۷ تنه ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول چې داعش ډلې یې مسولیت واخیست.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments