بلخي: له ایرانه د افغان کډوالو د راستنېدونکو شمېر ۲ برابره شوی

comments 0

هندوکش – کابل: له ایرانه افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته راستنېدونکو شمېر د تېرکال پرتله دوه برابره ډېر شوی دی.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر که څه هم د دغو کډوالو شمېر یاد نه‎کړ، خو ویې ویل چې په‎دې کې هم د قانوني اسنادو لرونکي او هم بې اسناده کډوال شامل دي.
سید حسین عالمي بلخي تېر ماښام ازادي راډیو ته له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو په اړه وویل:
“له پاکستانه د بېرته راستنېدونکو کډوالو شمېر کم دې، د تېر کال د همدې مودې سره چې یې پرتله کړو، خو له ایرانه د راستنېدونکو شمېر ډېر شوی هم په‎دې کې اسناد لرونکي شته او هم بې اسناده. د تېر کال په مقایسه د دغو کډوالو شمېر دوه برابره ډېروالی ښیې.”
د کډوالۍ نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ په اوونیز راپور کې لیکلي چې د روانې مې میاشتې له ۲۰ مې تر ۲۶ مې نېټې پورې نېژدې ۱۴ نیم زره افغانان یا په خپله خوښه یا په جبري ډول له ایرانه افغانستان ته راغلي.
د راپور له مخې په‎دې سره د روان میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه له ایرانه د راغلو بې اسناده افغان کډوالو شمېر تر ۲۹۹ زره ډېر شو.
د «ای.او.اېم» د راپور له مخې د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ د لومړۍ نېټې څخه له پاکستانه ۱۴۸۶۰ بې اسناده افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
سرچینه: آزادي رادیو
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments