ولسمشر محمد اشرف غني د انترنتي جرمونو قانون توشیح کړ

comments 0

هندوکش – کابل: په ټولیزو رسنیو کې تعصب ته لمن وهل، د ملي ګټو پرضد خپرونې هغه څه دي چې په افغانستان کې د انټرنیټ له کارونې را په دېخوا افغانان ورسره لاس او ګرېوان و.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند نجیب ننګیال د جمعې په ورځ وویل چې له دې وروسته که هر کس له دغه قانون څخه سرغړونه وکړي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي شي.
نوموړي زیاته کړه پر دغه قانون باندې له تېرو درېیو کلونو راهیسې کار روان و، د افغانستان عدلي او قضايي او امنیتي ارګانونو له انټر پول پولیسو سره په همغږۍ په دې قانون باندې کار کړې او هر هغه څوک چې د انټرنیټي جرمونو ښکار کېږي او یا هم انټرنیټي جرم کوي شخص کولای شي محکمې ته عارض شي او خپله دعوه مخکې یوسي.”
د انټرنیټي جرمونو قانون چې په دې ورستیو کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا توشیح شوی چې ۲۷ مادې لري.
دغه قانون کې د حسابونو هک کول، قومي، مذهبي او سمتي تعصبونو ته لمن وهل، د ملي او شخصي ګټو پر ضد نشرات، د محرمو معلومات غلا کول جرم ګڼل شوی او تورن کس په سلګونو زرو افغانۍ نغدي جرمانې او کلونو بند محکوم کېدای شي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې په افغانستان کې ۱۸ میلیونه خلک له انټرنیټ څخه استفاده کوي او په دې برخه کې اتیا تسهیل کوونکي شرکتونه فعالیت لري.
دا قانون په داسې مهال توشیح او نافذیږي چې په ټولیزو رسنیو کې د ملي او شخصي ګټو پر ضد نشرات زیات شوي چې دغې موضوع یو لړ انتقادونه هم راپارولي دي.
له بل لوري د ټکنالوژۍ د چارو کارپوه ایمل مرجان وايي اړتیا ده چې د انټرنیټي جرمونو د تثبیت لپاره سایبري پولیس هم رامنځته شي.
نوموړي هیله څرګنده کړه چې د انټرنیټي جرمونو د مخنیوي د قانون په پلي کېدو سره به منفي اعمال تعریف شي او د مخنیوي لپاره به هر اړخیز اقدام وشي.
عبید رادپور

Comments

Leave a Reply