ولسمشر محمد اشرف غني ترکمنستان ته ولاړ

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور ریس محمد اشرف نن سهار د ترکمنستان پایتخت عشق اباد ته ولاړ.
ارګ نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، جمهور ريیس به په دې سفر کي له خپل ترکمنستاني سیال قربانقلي بردي محمدوف سره په کتنه کي د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د لا پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دغه کتنه کې د دواړو جمهور ريیسانو په حضور کي د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د همکارۍ هوکړې هم لاسلیک سي.
ویل کیږي چې دغه خبرې اترې به د دوو جمهور ریسانو ترڅنګ د ماليې او اقتصاد وزیرانو ترمنځ به هم رد او بدل کیږي چې له همدې امله محمد اشرف غني سره په دې سفر کي د مالیې او اقتصاد وزیران او یو شمېر نور چارواکي ملتیا کوي.
سپوژمې پوپلزې

Comments

Leave a Reply