ولسمشر محمد اشرف غني ایران ته لاړ

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن شنبه د ایران د ولسمشر حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې ګډون په پار ایران ته روان شو.
د ولسمشر د وياند مرستیال شاه حسين مرتضوي په هرات کې رسنیو ته وويل چې ولسمشر به له خپل ایراني سيال سره پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.
ښاغلي مرتضوي وويل: «د ایران له ولسمشر سره په کتنه کې به پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې وشي، ګمرکونه، له نشه يي توکو سره مبارزه، فرهنګي او امنیتي مسایل او هغه ټولې خبرې چې د دواړو هېوادونو لپاره مهمې دي بحث پرې کېږي».
هغه زیاته کړه چې: « د دې سفر اصلي هدف د ایران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون دی».
د یادونې وړ ده چې په ایران کې د روان کال ۲۰۱۷میلادي کال د مې میاشتې په نوولسمه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کړې.
په ټاکنو کې حسن روحاني د ولسمشرۍ دوهمه دوره وګټله ، ټاکل شوي ده چې هغه به نن د لوړې مراسم ترسره کړي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply