ولسمشر له مودي سره لیدلي

comments 0

هندوکش – هندوستان: ولسمشر غني د هند له لومړي وزیر ندرېندرا مودي سره وکتل.
د هندي رسنیو راپور له مخې ولسمشر غني د هند په نوي ډهلي کې له مودي سره کتلي او دواړو خواو په خپل منځي اړیکو او ګټو باندې بحث کړی.
هندي رسنیو زیاته کړې چې د سیمې امنیت، سوداګرۍ، او په افغانستان کې د هند پرمختیايي پروژو پرمختګ هغه نورې بنسټیزې موضوع ګانې دي چې په دغه لیدنه کې به پرې بحث وشي.
ولسمشر به همداراز د هند بنسټ په یوه څېړنیز څانګه کې وینا وکړي.
ولسمشر د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ هند ته رسیدلی چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا تر څنګ به ځینو برخو کې د هند ملاتړ هم ترلاسه کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments