ولسمشر له امریکا سره په سوله او ټاکنې خبرې کړي

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا بهرنیو چارو وزیر سره ټلیفوني خبرې کړي دي.
له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سره د ټیلیفوني خبرو له لارې د سولې پر پروسې، دوه اړخیزو اړیکو او همداراز ولسمشریزو ټاکنو باندې بحث کړی.
خبرپاڼه لیکي چې په دې خبرو کې مایک پامپیو ویلي، د تلپاتې سولې لپاره به امریکا له افغانستان سره پوځي اړیکې وساتي.
ولسمشر همداراز ویلي، چې حکومت یې له امریکا سره د اوږدمهاله او ټینګو اړیکو غوښتونکی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments