ولسمشر: له اساسي قانون سرغړونه د منلو نه ده

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر په یوې غونډه کې ویلي، د اساسي قانون څنډې ته کول د کودتا په مانا ده

ولسمشر غني، چې تیر  مازیګر یې د ملي شورا د نوو استازو سره په تعارفي ناسته کې وینا کوله وویل، هر هغه څه چې اساسي قانون څنډې ته کوي، کودتا ده، چې دا ملت ته د منلو وړ نده.

ولسمشر شته شرایطو ته په اشارې وویل، چې دا تاریخي پړاو فرصتونه او ګواښونه لري، خو په خبره یې چې فرصتونه له ګواښونو زیات دي.

ولسمشر هېله ښودلې چې د ملي شورا په پرانیسته به د ملت غږ نړیوالو ته ورسیږي.

ویل کیږي، د ملي شورا اوولسمه تقنیني دوره د راتلونکې جمعې په ورځ پرانیستل شي.

تراوسه د څلور ولایتونو پایلې نه دي اعلان شوي خو ټاکنو کمېسیون وایي، تر جمعې به یواځې د کابل او میدان وردګ پایلې پاتې شي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments