ولسمشر غني یوځل بیا له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

comments 0

هندوکش – کابل: نوموړي په کابل کې د پروني ترهګریز برید په اړه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې کرونا ویروس د پراختیا په حال کې دی او د روژې میاشت هم ده نو طالبانو ته په کار ده چې بشري اوربند ته غاړه کېږدي او په دې توګه په هېواد کې د یوه ستر ناورین د رامنځ ته کېدو مخه ونیسي.
ولسمشرغني تر دې وړاندې هم پر طالبانو غږ کړی و چې اوربند وکړي او له جګړو لاس په سر شي خو وسله وال طالبان افغان حکومت او امریکا د سولې په برخه کې د خنډونو پر جوړولو تورنوي او په وینا یې تر هغه چې د سولې لپاره عملي ګامونه نه وي اوچت شوي دوی جګړې ته ادامه ورکوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments