ولسمشر غني پولیو سره د مبارزې په اړه له “بېل ګېټس” سره خبرې وکړې

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان ولسمشر د نړۍ له وتلي بشرپال، ميلیاردر د مایکروسافت شرکت، د بېل او ملینډا ګېټس بنسټ موسس بېل ګېټس سره د ګوزڼ په وړاندې پر اغېزناکه مبارزه خبرې وکړې.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت په پام کې لرل د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین په هغه پنځه ورځني کمپاین کې چې د مرغومي یا جدي پر ۲۹مه پیل شو، نږدې لس ملیونه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي واکسین کړي.
خو وزارت وايي په غور، بامیان او دایکنډي ولایتونو کې د سړې هوا او د جنوبي ولایتو تر څنګ دا وار په میدان وردګ، غزني او پکتیا کې هم د طالبانو د ګواښ له کبله په ټوله کې نږدې درې نیم ملیونه ماشومان له واکسین نه بې برخې پاتې شول.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه واکسین د کمپاینونو پر لا موثریت د نړۍ له پېژندل شوي بشرپال او ميلیاردر د ملینډا ګېټس موسس ښاغلي بېل ګېټس سره انلاین خبرې وکړې.
بېل ګېټس د ګېټس او ملینډا ګېټس فونډېشن په نوم یو بنسټ هم لري چې د نورو خیریه چارو تر څنګ د ګوزڼ پرضد د مبارزې په هڅو کې هم ونډه لري.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال د ولسمشر غني د پرونیو خبرو په اړه وویل: “دواړو لوریو اندېښنه څرګنده کړه، چې تېر میلادي کال په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې څو برابره زیاتې وې. ځکه طالبانو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د پولیو واکسین کارکوونکو ته اجازه نه ورکوله. د پولیو واکسین د تطبیق په بهیر کې د اصلاحاتو راوستلو او امکاناتو پر زیاتوالي هم بحث وشو.”
په ۲۰۲۰م کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې دا له ۲۰۰۱م کال راهیسې تر ټولو لوړ شمېر ګڼل شوی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments