ولسمشر غني: موږ سولې ته ژمن یو؛ خو د دولت سقود خوب او خیال دی

comments 0

هندوکش ــ کابل: ولسمشر محمد اشرف غني پخپله يوه تازه مرکه کې د افغانستان د حکومت سقوط لرې خبره بللې ده او‌ ويلي يې دي چې دولت په داسې يو حالت کې نه دی چې څوک یې دې د سقوط خیال او خبرې وکړي.
په داسې حال کې چې په دوحه کې د‌ سولې او روغې جوړې خبرې په ټپه ولاړې دي افغان حکومت د طالبانو د بريا تعبير بې ځايه بولي او وايي چې همدا اوس په عملي‌ ميدان کې ټوله جګړه دوی کوي‌ او ان که بهرني ځواکونه ولاړ هم شي طالبان حکومت ته ماتې نشي ورکولای.
خو شنونکي وايي د افغان حکومت دا په ځان ډاډه خبرې ځکه په زياتېدو دي چې د نړيوالو ملګرو همکاري ورسره په ډېرېدو ده او اشرف غني دا حس کوي چې اوس یې نو نړيوال د طالبانو سره هېڅکله يوازې نه پرېږدي.
د حالاتو څارونکي وايي چې اوس د افغان حکومت نړیوال ملګري د سولې په اړوند یوه طرفه دريځ نلري بلکې اوس د دوی دريځ داسې يو دريځ دی چې طالبانو ته واضح دا خبره کوي چې که سوله کېږي او جګړه کمېږي نو دوی به هم له افغانستان څخه وځي او که طالبان جګړه زباتوي نو چې څومره اړتیا وی بهرني هېوادونه به د افغانستان د حکومت پوځي او مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.
ولسمشر غني تېره ورځ پخپلو څرګندونو کې د موقت حکومت مسلې ته هم د پای ټکی کېښود او ویې ویل چې ترڅو دی ژوندی وي نو‌ هېڅوک به د موقت حکومت مخ ونه ويني.
دا طالبانو ته یو ښکاره پیغام و چې نه به ولسمشر غني استعفا وکړي نه به کوم مؤقت حکومت ومني، که طالبان روغه جوړه غواړي نو په حکومت کې ځای ورکول او په ټاکنيزو لارو د دوی د سياسي موخو تعقيبول هېڅ ستونزه نلري.
يوه ډله شننوکي بيا اوس هم په دې اند دي چې د امريکا نوی ولسمشر جوبایډن د افغانستان څخه خپلو سرتېرو ته ژمن دی خو غواړي دا سرتېري په داسې يو شکل وباسي چې افغان حکومت او طالبانو جوړه کړې وي او‌ بيا دوی ولاړ شي.
سپوږمي پوپلزۍ

Comments