ولسمشر غني لومړنۍ برېښنايي پېژندپاڼه واخيسته

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپور شوي خبر پاڼه کې راغلي چې ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني لومړنۍ الکترونيکي تذکره واخيسته او له دې سره يې د الکترونيکي تذکرو د ويش لړۍ رسماً پيل کړه.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د ولسمشر غني ترت څنګ محمد حنيف اتمر، لوى څارنوال او لومړۍ مېرمن رولا غني هم برېښنايي پېژندپاڼې واخيستې.
ولسمشر غني په خپله وينا کې وويل، چې حکومتوالي، اقتصادي پراختيا اوپه يويشتمي پېړۍ کې د خدمتونو وړاندې کول بې له معلوماتو نه کېږي، برېښنايي پېژندپاڼو سره دغو اسانتياوو ته رسېدلي يو.
د ولسمشر غني په الکترونيکي تذکره کې افغانيت ليکل شوى دى او نوموړي له ټول ولس څخه وغوښتل، چې پر افغانيت او اسلاميت ووياړي.
دا مراسم په ارګ کې جوړ شوي و، چې ولسمشر پکې برېښنايي پېژندپاڼې د ملي يووالي سمبول ياد کړ او وې ويل چې ټول افغانان دې خپل هويت وپېژني، چې هغه افغانيت دى.
هغه همدا راز زياته کړه، چې الکترونيکي تذکرې به افغانستان د يويشتمې پېړۍ له يون سره يو ځاى کړي او د رڼو ټاکنو او معياري نظام جوړېدو ته به لار اسانه کړي.
ولسمشر دا هم وويل چې د الکترونيکي تذکرو سره به بنسټيزې ستونزې حل شي.
د برېښنايي پېژندپاڼو په سر ډېرې ناندرۍ وشوې، چې دا پروسه يې کلونه وځنډوله، خو څو مياشتې مخکې يا په ارګ کې د ولسمشر غني سربېره يو شمېر لوړپوړو چارواکو د الکترونيکي تذکرو لپاره نومليکنه وکړه، چې په ډېر شمېر ولايتونو کې د دې پروسې پيل کېدو څخه ولس ملاتړ هم وکړ، خو بيا هم هر څه ودرېدل.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments