ولسمشر غني: طالبان دې له اوربنده نه وېرېږي او له افغانانو سره د روغې جوړې جرئت وکړي

comments 0

هندوکش ــ قطر: افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر طالبانو غږ کړی چې له اوربنده باید وېره ونلري او سولې ته غاړه کېږدي. نوموړي ویلي چې طالبان باید له نورو افغانانو سره د روغې جوړې جرات ولري.
ولسمشر غني دا څرګندونې سې شنبه دوحه کې د شخړې او بشري مطالعاتو مرکز ته په خپله وینا کې وکړې.
نوموړي وویل، دوه کاله وړاندې د ۲۰۱۸ کال د اختر ورځو له اوربند وروسته طالبان اړ شول چې خپل جنګیالي په زوره بېرته د جګړې ډګر ته ولېږي.
وسلوالو طالبانو لا د افغان ولسمشر وروستیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی،‌ او تر دې دمه یې د اوربند په اړه غوښتنې رد کړې دي.
افغان ولسمشر ټینګار وکړ چې د سولې هر ډول تړون به د افغانستان پارلمان او لویه جرګه تائیدوي، او سوله به یوازې د واکمنو ډلو ترمنځ نه، بلکې د ولس په کچه کېږي.
ښاغلي غني وویل، افغان ولس او حکومت یې سولې ته ژمن دي او له همدې کبله یې د نشه یي‌ توکو څلور سوو لویو قاچاقبرانو په ګډون د طالبان زرګونه زندانیان خوشي کړل.
دوحه کې روانو بین الافغاني مذاکراتو ته په اشارې ولسمشر غني‌ وویل،‌ هر کله چې د افغان دولت مرکچي پلاوی کومې ستونزې سره مخ کېږي‌ نو په دوه ساعتونو کې یې حل کوي.
خو نوموړي ادعا وکړه چې د طالبانو مرکچي پلاوی د ستونزو حل موندلو لپاره له دوه ورځو تر دوه اوونیو وخت نیسي.
افغان ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل،‌ افغانستان کې روانه شخړه کورنۍ جګړه نه،‌ بلکې یوه سیمه ییزه جګړه ده چې نړیوال هېوادونه او ترهګرې شبکې پکې ښکېلې دي.
ولسمشر غني‌ ډاډ څرګند کړ چې دا ځل نړیواله ټولنه، سیمه ییز هېوادونه او په افغانستان کې دننه بېلابېلې ډلې د سولې په اړه یوه خوله دي.
عزت تبیان

Comments