ولسمشر غني طالبانو ته تاريخي چلنج ورکړ / نوید احمد څرک

comments 0

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له هلمنده د سولې د ولسي کاروان هرکلي ته ورغی او له هر مزلچي سره يې د غېږې روغبړ وکړ. دغه ځوانان چې نيژدې ۸۰۰ کيلومټره يې ۴۰ ورځې پلی مزل کړی، کابل ته له کوچني اختر وروسته رسېدلي. ولسمشر د دوئ د ښه راغلاست لپاره حضوري چمن ته ورغی او همالته يې د دوئ پېغامونه يو پر يو واورېدل.
د سولې دغو ستړو ځوانانو له هلمنده او بيا د نورو ولايتونو له کليو، ښارونو او دښتونو د ولس، سرتېرو او طالبانو هغه پېغامونه ولسمشر ته وړاندې کړل چې مطلقاً سوله پکې غوښتل شوې وه. دې حرکت ولسمشر ته څو غوښتې وکړې چې يوه يې د يوه کلن اوربند وه، دويمه يې د بهرنيو ځواکونو د وتلو د مهالوېش اعلانول ول، او دريمه يې د يوه ګډ نظام رامنځته کول ول چې له دې يې هدف طالبانو ته ونډه ورکول ول.
د دې حرکت مسئول اقبال خېبر ولسمشر ته په ډېر قاطعت وويل، که خپلواکيت لرې، او اراده دې خپله وي، نو بيا زموږ دا غوښتنې ومنه، او ستا له منلو وروسته موږ د طالبانو مشر ته هم ورځو دا خبرې ورسره مطرح کوو. ولسمشر غني د دوئ خبرې واورېدې وروسته دريځ ته ولاړ، او سمدلاسه يې اعلان وکړ چې د طالبانو له مشر ملاهبته الله سره په دښتونو، کليو، ښارونو او شاړو کې حتی هر ځای چمتو دی چې مخامخ خبرې ورسره وکړي.
ښاغلي غني په ډېر قوت سره دا اعلان هم وکړ که طالبان يې مني، حکومت هم يو کال اوربند ته چمتو دی، او طالبان يې راوبلل چې هر ځای ورته ممکنه وي، همالته خبرې ورسره کوي. ښاغلي غني وويل له قيد و شرط پرته له طالبانو سره د سولې مذاکراتو ته چمتو دی. حتی تر دې کچې چې که طالبان د بهرنيو ځواکونو وتل غواړي، رادې شي، خپل ادرس دې را مالوم کړي، خبرې دې راسره وکړي، موږ به د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان کړو.
طالبانو تل دا ادعا کړې چې دا حکومت خپلواکيت نلري، د خپلو ارادو دفاع نه شي کولی، او د خپلو پرېکړو صلاحيت نلري، مګر دا يې د عمل ميدان دی. اوس بايد مالومه شي چې څوک خپلواک دی، او څوک غلام دی. اوس نو که ملاهبته الله خپلواک وي، د سولې اختيار ولري، د پاکستان په لمن کې پټ نه وي، رادې شي، خپل وطن ته. د سولې لپاره دې مامخ خبرو ته حاضر شي.
اوس دا خبره نوره هم واضح کېږي، چې ايا طالبان مشر لري؟ ايا دا حکمونه، او بيانونه رښتيا هم د طالبانو مشر صادروي؟ ايا د طالبانو مشر يواځې يو پټ ادرس دی، که يو ژوندی موجود دی، او خودمختاره دی؟ که چېري د طالبانو مشر صحنې ته وړاندې شو، د سولې د ولسي حرکت غوښتنې يې ومنلې او مخامخ يې خبرې ورسره وکړې، نو بيا منو چې طالبان خودمختاره دي، او د جګړې واګې په لاس کې لري.
که د ملاهبته الله له نامالوم ادرسه بيا هم هغه تکراري خبره راووته چې اشغال دی، او خبرې بايد له امريکا سره وشي، بيا نو په کار ده چې د طالب غلامانو سره نور د سولې دروازې وتړل شي، بايد په جګړه ختم کړای شي. دا چې ورور وژنه ده، او که پلار وژنه ده، بله لاره نشته. طالب د ای ايس ای په لکۍ پوري تړلی دی، دلته يې د اشغال په نوم د وطن ارزښتونه تباه کړل، او په لکونه افغانان يې په پنجابۍ فتوا ووژل.
ولسمشر مالومه ادرس دی. د سولې لپاره يې نن شخصاً خپله د خبرو غوښتنه وکړه. نه يې واک له چاسره دی، نه يې اراده. که د طالبانو مشر غلام نه وي، مزدور نه وي، او خپلواک وي، نو بيا ولې صحنې ته نه راځي؟ ولې يې وېډيو، ږغ، او د سولې په اړه مخامخ بحث نه مطرح کېږي. د دې مانا څه ده چې سپين کاغد چاپ شي، د ملاهبته الله نوم دپاسه پرې لیکلی وي، لاندې بې سيواده، لاسليک ورته شوی وي، بيا د اعلاميې نوم ورکړل شوی وي، او کلونه کلونه کېږي چې په دې شيانو طالبان غولول کېږي.
ملاهبته الله تراوسه خپل ځان نه شي ثابتولی چې ايا په دې نوم يو ژوندی شی شته که يه. ايا په رښتيا هم ملاهبته الله يو کس دی؟ ايا په رښتيا هم دا د طالبانو جنګي ماشين دغه سړی رهبري کوي؟ دا ملاهبته الله، خو دې مهرباني وکړي، يو بحث، يوې مناظرې او يوې جلسې ته دې حاضر شي، د دې روانې جګړې د زيانونو، پيسو، وسلو، او نورو شيانو په اړه دې وضاحت ورکړي. که دا نه کوي، د سولې په اړه دې، مخامخ خپل دريځ روښانه کړي، لکه نن چې ولسمشر روښانه کړ، بيا به موږ ومنو چې طالبان مشر هم لري، او خبرې يې هم مستقلې دي.
داسې خو نه شي کېدی چې د کلونو کلونو راهيسې دي يواځي سپين کاغدونه چاپېږي، نوم دې د ملاعمر، ملامنصور، او ملاهبته الله پرې پروت وي، او خط دې ای ایس ای ليکلی وي، او بيا دې پر طالبانو وېشل کېږي.

Comments