ولسمشر غني د ښار او کور جوړونې وزارت ته لس ورځې وخت ورکړی

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت کې دندو ته باید اساسي بیا کتنه وشي.
ښاغلي غني پرون، د نومبر په ۷مه، ماښام د هغه وزارت له سرپرست سره خبرې کړې او لس ورځې وخت یې ورکړی چې د خپلو پروژو د اغېزمنتیا په اړه رپوټ ورته وړاندې کړي.
ولسمشر غني ویلي چې داقتصادي برخې لپاره ښار پلان د درک وړ نه دی او په انکشافي چوکاټ کې د ښاري لید رامنځ ته کولو ته اړتیا ده.
په افغانستان کې د یوشمېر زور واکو له خوا د دولتي ځمکو او شخصي جایدادونو غصب ، د حکومتي ادارو له لوري د ځمکو غیر متناسب وېش، غیرمتناسبه ښاري پراختیا له اساسي ستونزو بلل کېږي.
عبید رادپور

Comments