ولسمشر غني د چاپان سفیر سره د ناکامورا د پروژو پر دوام خبرې وکړې

comments 0

هندوکش ـ کابل: ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، ولسمشر غني پرون د جاپان له سفیر تاکاشي اوکاتا سره په لیدنه کې د افغانستان او جاپان ترمنځ د همکاریو په پراختیا او افغانستان کې د ناکامورا د پروژو پر دوام بحث او خبرې وکړې.
ولسمشر غني ویلي، افغان حکومت د ناکامورا د پروژو په ځانګړي ډول د اوبو مدیریت او کرنې پراختیا په برخو کې، ملاتړ کوي او هغو ته به دوام ورکړي.
د جاپان سفیر هم په بیلابیلو برخو کې له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments