ولسمشر غني د مالیې وزارت د تجزیې فرمان بېرته واخیست

comments 0

هندوکش ــ کابل: ولسمشر غني د یو تازه فرمان په ترڅ کې د مالیې وزارت له چوکاټ نه د درېیو خپلواکو ادارو د بېلولو په اړه خپل مخکینی فرمان لغوه کړی دی.
د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزير عبدالهادي ارغندیوال د دوشنبې په ورځ په يوه خبري ناسته کې وویل چې د ولسمشر د تازه فرمان پر بنسټ د مالیې وزارت ټول صلاحیتونه بېرته دغه وزارت ته سپارل شوي دي.
ارغندیوال زیاته کړه چې اوسمهال هېڅ کومه ستونزه نشته او د مالیې وزارت ټول کارونه او ټول هغه مسایل چې د مالیې وزارت له خوا ترسره کېدل، له دې وروسته هم د مالیې د وزیر او د ماليې وزارت د اړوندو ادارو له خوا ترسره کېږي او هېڅ بل ارګان به په کې مداخله ونه‌کړي.
ولسمشر شاوخوا درې اوونۍ مخکې د عوایدو، ګمرکونو او خزاینو په نوم د درېیو خپلواکو ادارو د جوړولو فرمان صادر کړ.
د ارغندیوال پر وینا د دغو نویو ادارو د جوړولو فرمان د هغه وخت د شرایطو پر بنسټ صادر شوی و.
د مالیې سرپرست وزیر زیاته کړه چې ولسمشر د هغه په غوښتنه خپل پخوانی فرمان لغوه کړ او د یو تازه فرمان په ترڅ کې یې ټول صلاحیتونه بېرته د مالیې وزارت ته وسپارل.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments