ولسمشر غني د سویډن لومړي وزیر سره ټیلیفوني خبرې کړي

comments 0

هندوکش ـ کابل: ولسمشر محمد اشرف غني د سویډن له لومړي وزیر شل اسټیفان سره ټیلیفوني خبرې کړي دي.
ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني په دې ټیلیفوني خبرو کې له افغانستان سره د سویډن له همکاریو مننه کړې او یاد هېواد یې یو مهم او پخوانی دوست بللی.
د سویډن لومړي وزیر په دې خبرو کې افغانستان سره دیاد هېواد له لوري په بېلابېلو برخو کې د مرستو ډاډ څرګند کړی.
اسټیفان همداشان په افغانستان کې د سولې له پروسې هم ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې سویډن په افغانستان کې دداسې سولې پلوی دې، چې د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنې په کې خوندي وي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments