ولسمشر غني د انتخاباتو د شفافیت په اړه اروپایي ټولنې ته ډاډ ورکړ

comments 0

هندوکش_کابل: افغان ولسمشر د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت په اړه د اروپایي ټولنې سفیرانو ته ډاډ ورکړ.
له ارګ څخه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني یکشنبه ماښام له دغو سفیرانو سره ولیدل او د انتخاباتو د شفافیت په اړه‌یې د حکومت د اقداماتو، د کابل پروسې د راتلونکي کنفرانس، سولې پروسې او د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو په اړه بحث ورسره وکړ.
اعلامیه زیاتوي چې د اروپایي ټولنې د هېوادونو سفیرانو د افغانستان د انتخاباتو او د سولې پروسې په برخه کې د خپلو هېوادونو د همکاریو ډاډ ورکړ.
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې افغان ولسمشر په یوه وروستي اقدام کې په انتخاباتي کمېسیونونو کې د اصلاحاتو په هدف د دواړو کمېسیونونو کمېشنران له دندو ګوښه او پر ځای یې نور کسان وټاکل.
عبید رادپور

Comments