ولسمشر غني ته د قطر امیر دې اوربند د ټېنګېدو ژمنه کړې

comments 0

هندوکش ـ کابل: ولسمشر غني پرون له غرمې وړاندې د قطر له امير شيح تميم بن حمد ال‌ثاني سره په ټليفون خبرې کړي دي.
ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، دواړو لوريو په دې ټليفوني خبرو کې د افغانستان سولې په پروسه او دغه راز پر بېړني اوربند ټينګار کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د قطر امير ولسمشر غني ته ژمنه ورکړې چې هېواد به يې اوربند ته د زمينې برابرولو په هدف هڅې جاري وساتي.
د ارګ په خپرپاڼه کې ويل شوي، ولسمشر غني او د قطر امير د دې ټليفوني خبرو په پای کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو پراختيا او تحکيم په اړه هم بحث او د نظر تبادله کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د افغانستان سولې په اړه د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي بيا په دوحه کې د جنورۍ په ۵مه دويم پړاو مذاکرات پيل کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments