ولسمشر غني ته د امریکا ډاډ: ټولې پرېکړې به د افغانستان حکومت په مشوره کیږي

comments 0

هندوکش ـ کابل: ولسمشر محمداشرف غني د امریکا متحدو ایالتونو د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي سره لیدنه کړې ده.
جنرال مک کینزي په دې لیدنه کې ویلي، په دغه مهمه او تاریخې ورځ زما د راتګ موخه دا ده چې یو ځل بیا د افغانستان دولت، خلکو او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د امریکا متحدو ایالتونو پر ملاتړ ټینګار وکړو.
د هغه په خبره، زموږ ټولې پرېکړې د افغانستان حکومت سره به په مشوره کېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments