ولسمشر غني ته دعا وکړئ / نوید احمد څرک

comments 0

د یو کلیوال له نقل قوله یې لیکم چې د طالبانو له لیکو هره ورځ خبریږي او د دوی په ديره کې ناسته ولاړه لري، ډوډۍ خوري، چای څښي او دمه جوړوي.
وايي، د طالبانو زیاتره کسان اوس له خلکو غواړي چې ولسمشر محمد اشرف غني ته دعا وکړي چې نور د طالبانو ټوپک له اوږې کوز شي او خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.
دا طالبان چې له کلونو راهیسې جګړه کوي، پخوا ورته امکانات زیات و، پيسې زیاتې وې، کسان زیات و او د جګړې له درکه عواید هم زیات و، خو اوس نه امکانات شته، نه پیسې شته او نه د خلکو مینه شته.
دا طالبان ځکه په تنګ شوي او ولسمشر محمد اشرف غني سیاستونو ته يې تمه ده چې مشران یې ورته وایي، له خپلې سیمې دې د عشر او زکات په نوم پيسو باندې جګړه وکړي او ځان او جنګیالي دې پرې وساتي، خو طالبان وایي چې خلک غریب دي او دومره توان نه لري چې د دوی او د دوی د جنګیالیو د جګړې لګښت پوره کړي.
دا ډله طالبان ځکه اوس د جګړې د ختم په تمه دي چې تر بل هر وخت اوس خلک ترې نفرت کوي، ان حجري او دیرې یې تړلي دي او هیڅ نه غواړي چې طالبان یې په مخه ورشي او رنګونه یې وګوري، ځکه طالبانو له کلونو راهیسې کلیوال ځپلي او اوس په دې قانع دي چې سم کار یې نه دی کړی.
طالبانو ډلو اعتراف کړی چې اوس پرې ښکتنۍ پيسې بندې شوي او هلته تګ یې هم اوس له مرګ سره لوبه ده، اوس چې طالبانو باندې پيسې او نور امکانات بند شوي، په کلیو کې دومره پيسې نه پيدا کیږي چې وسایطو ته تېل او وسلو ته پرې مرمۍ واخلي.
دې ډله طالبانو له کلیوالو غوښتنه کړې چې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو اصلي ځای په نخښه کړ او له هغه ځایه یې پرې پيسې او امکانات بند کړل، اوس طالبان مجبور دي چې له جګړې لاس واخلي، خو په دې تمه دي چې د سولې یوه لار پيدا شي چې ژوند یې خوندي شي او هیڅ ګواښ ورته متوجه نه شي.
طالبانو ویلي چې له پاکستان ورته پراخې پيسې راتلې، چې هم به یې جنګیالیو ته پراخ معاشونه ورکول او هم به یې د جګړې لپاره زیات وسایل پرې اخیستل، خو اوس دا هر څه نشته، اوس جنګیالي په تېښته دي، ځکه د جنګ لپاره مرمۍ نشته، د وسایطو لپاره تېل نشته او کلیوال ورته ډوډۍ نه ورکوي، پټيږي، ځکه کلیوال ملامت نه دي، دومره توان نه لري چې په یوه وخت د طالبانو لس کسیزه او شل کسیزه ډلې ته ډوډۍ او شپه ورکړي.
ځینې طالبانو چې اوس د جګړې اړخونه درک کړي، اعتراف کړی چې کلونه مبارزه یې په ناسمه لاره تګ و، او اوس د ولسمشر غني سیاستونو په دې هر څه پوه کړل چې دا جګړه پردۍ او د پردیو د ګټو لپاره ده.
طالبانو اعتراف کړی چې له تېرو دریو میاشتو راهیسې یې هیڅ جنګ نه دی کړی، ځکه د جګړې لپاره مرمۍ لري، او نه یې جنګیالي جنګ کوي، ځکه میاشتې کیږي چې پیسې بندې شوي او پرته له پيسو جنګ نه کوي.
طالبان اوس له کلیوالو دعا غواړي چې ولسمشر غني په سیاستونو کې بریالی شي، د طالبانو مشران راضي کړي او نور د وطن د بربادۍ ټوپک له اوږې کوز او له خپلې کورنۍ سره یو ځای عادي ژوند ته دوام ورکړي.
طالبانو منلې چې بهرنۍ پيسې نه وي، طالبان په کور دننه دومره عواید نه شي راټولولی چې هم ځان وساتي او هم جنګ وکړي، کلیوال عشر او زکات نه ورکوي، یا یې توان نه لري، او نور د عوایدو داسې درکونه نشته چې جګړه ترې تمویل کړي.

Comments

Leave a Reply