هندوکش – کابل : د نشه یی توکو او د قانون د حاکمیت په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو مرستیال ویلیم بروان سره په کتنه کې ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې وکړې.
ارګ نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د مبارزې په څرنګوالي بحث او خبرې وشوې.
برون فیلډ په دې ناسته کې ویلي دي چې امریکا پر نوي اسټراټیژۍ کار کوي او غواړې دغه برخه کې د افغانستان حکومت او ولسمشر مشورې هم ولړي.
نوموړې وویل دا چې افغانستان د نشهيي توکو ستر تولیدوونکی هېواد دی، نو دغه سټراټيژي په افغانستان هم خپل تاثیرات لرلی شي.
خبرپاڼه زیاتوي چې ولسمشر محمد اشرف غني له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې د امریکا د نوې سټراټيژۍ هرکلی وکړ او د نشهيي توکو د تولید او قاچاق شبکه يي سیستم ته په اشارې یې وویل، تروریستي ډلې او د نشهيي توکو نړیوالې جرمي شبکې په یو بل پورې تړلې دي او یو بل پياوړې کوي، نو باید د ټولو په ضد ګډه مبارزه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې نړیوالو رسنیو نشه یي توکو پر موضوع ځیني راپورنه خپور کړې ول چې افغانستان نړي په کچه تر تولو مخکښ بلل شوې وه.
سپوژمې پوپلزې
ولسمشر غني: تروریستي ډلې او نشه یی توکو نړیوال شبکې یوبل پیاوړي کوي

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.