ولسمشر غني: امریکا باید د خپلو سرتېرو د ویستو په اړه له مونږ سره خبرې وکړي

comments 0

هندوکش ــ سویس: د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که امریکا له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ویستو په اړه له طالبانو سره خبرې کوي، دا به د نورو سختو جګړو د پیل په مانا وي.
ولسمشر غني چې د سویس په داووس ښار کې له یو شمېر نړیوالو رسنیو سره خبرې کولې وویل: “افغانان د امریکایي ځواکونو له وتو سره ستونزه نه لري، خو مذاکره پرې مهمه ده او که دا مذاکره د نورو پر ځای له افغان حکومت سره وشي، د مدیریت وړ ده. ”
ولسمشر غني داسې مهال له افغانستان د امریکايي عسکرو د وتو په اړه دا څرګندونې کوي چې همدا اوس په دوحه کې د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه لسم پړاو خبرې روانې دي.
ولسمشر محمد اشرف غني د تېر کال په سپټمبر میاشت کې له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د کېدونکې احتمالي هوکړې په وړاندې لیکل شوې متن کې د طالبانو په خوښه له افغانستان د امریکايي عسکرو د وتو موضوع تر ټولو ازار ورکوونکی بحث یاد کړی و.
هغه زیاته کړه: “د بهرنیو عسکرو وتل د هغوی(طالبانو) په غوښتنه، نه د یوې شریک په توګه چې موږ یوو، موږ د یو مهالوېش له مخې، د بهرنیو عسکرو وتو سره هیڅ ستونزه نه لرو. ”
ولسمشر غني داسې مهال له افغانستان د امریکايي عسکرو د وتو په اړه د مذاکراتو غوښتنه کوي چې پرون د هغه په مشرۍ د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح هم وویل، شاید په دوحه کې د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ خبرې د طالب او امریکا ترمنځ جګړه پای ته ورسوي، مګر هېڅ امکان نه لري چې دا مذاکرات د افغانستان د ملت او طالبانو ترمنځ جګړه پای ته ورسوي.
محمد حنیف حیران

Comments