ولسمشر غني افغانستان پر وړاندې د امريکا له نوې تګلارې ملاتړ وکړ

comments 0

هندوکش – کندهار: ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له نوي تګلاري او ترهګرو پر وړاندې ددغه هیواد له هڅو ملاتړ وکړ.
ولسمشر محمد اشرف غني چې کندهار ته د امنیتي وضعیت څیړلو په موخه تللې وه دغه څرګندونې وکړې.
نوموړې وویل چي، امريکا تردې وروسته له افغانستان سره د اوږدې مودې لپاره په څنګ کي ولاړه وي او سولي ته د رسيدو لپاره به دغه جګړه ګټي.
اشرف غني د امريکا ولسمشر دنوي اعلان شوي تگلاره او ستراتيږي وروسته ، تود هرکلى وکړ.
هغه زیاتوي؛ په تېرو٤٠ کلونو کي د لومړي ځل لپاره د امريکا دريځ د ترهګرى پر وړاندي روښانه شو، او د افغانستان د جګړې د ختميدو لپاره يې له پاکستان څخه د جدي همکارى غوښتنه وکړه .
د هغه په وينا سوله بايد له پاکستان سره وشي، نه له طالبانو سره؛ ځکه د ترهګرى مرکزونه هلته دي او پاکستان يې ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان ترڅنګ چین هم د امریکا له نوي اعلان شوي استراتیژي ملاتړ نه دې کړې.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments

Leave a Reply