ولسمشر غني:طالبان او پاکستان دې خپلې اړیکې واضح کړي

comments 0

هندوکش – کابل: زموږ هدف دا نه دی چې له افغانستان څخه د وتلو لار پیدا کړو، بلکې موږ په افغانستان کې د دایمي سولې ټینګښت غواړو (خلیلزاد)
کابل – ولسمشر غني وړم ماښام په ولسمشر ماڼۍ کې د افغان سولې په برخه کې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره خبرې وکړې.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني په دې ناسته کې د طالبانو او پاکستان د اړیکو په اړه وویل وویل:”طالبان دې له پاکستان او پاکستان دې ‌له طالبانو سره خپلې اړیکې واضح کړي چې پر کوم اساس ولاړې دي، د دې ترڅنګ دې له تروریستي شبکو او جرمي او حرام اقتصاد سره د طالبانو اړیکې هم معلومې شي.”
ولسمشر غني همداراز ویلي چې په یوه نوې او څرګندې کاري طریقې له ډاکټر زلمي خلیلزاد سره موافقې ته رسېدلی چې د هغې په چوکاټ کې معلومات شریک کېږي او د ځانګړې اجنډا په هکله به یې مشورې تر سره او په رڼا کې به یې پرېکړه کېږي.
خلیلزاد هم په دې ناسته کې د افغان سولې په اړه د وروستیو خبرو په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي:” زموږ هدف دا نه دی چې له افغانستان څخه د وتلو لار پیدا کړو، بلکې هدف مو ‌په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګېدل او په افغانستان کې د سولې تر ټینګېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا تر بحث لاندې ونیول شي.”
نوموړي‌ زیاته کړه چې له طالبانو سره یې په ټولو غونډو کې پر څلورو مسئلو چې له القاعدې سره د طالبانو اړیکې، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شتون، له افغان حکومت سره مخامخ خبرې او سرتاسري اوربند په اړه هر اړخیزې خبرې کړې‌ دي.
خلیلزاد همداراز ویلي تر څو چې پر دغو څلورو مسئلو موافقه ونشي په خبرو کې ورته پرمختګ نشي ویلی. ټاکل شوې خلیلزاد راتلونکې اونۍ په قطر کې له طالب استازو سره وګوري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments