هندوکش – کابل :ولسمشر محمد اشرف غني ویلي ، د کابل کنفرانس کې به حکومت طالبانو او پاکستان ته مهم او وروستي وړاندیزونه وکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني چې هرات کې یې له دیني علماوو سره په ګډه غونډه کې خبرې کولې تمه وښود چې طالبان به هم وروستي وړاندیزونه حکومت ته وکړي.
ولسمشر ډاډ څرګند کړی چې افغانان له د سولې ارمان ته رسیږي او په افغانستان کې جګړه پای رسیدونکې ده.
هغه باور وښود چې هیچاته اجازه نه ورکوي چې بحران جوړ کړي او هغه کسان چې غلا او فساد کوي باید روژې ونیسي.
ولسمشر په هرات کې له دې لیدنې وروسته کابل ته رارسیدلی او د هرات سفر یې له لاس ته راوړنو ډک بللی دی.
سپوژمی پوپلزی
ولسمشر: طالبانو ته وروستی وړاندیز کوو

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.