ولسمشر: سیمه ییزه همغږي اقتصاد پیاوړی کوي

comments 0

هندوکش – کابل: سیمه ییزه همکاري او همغږي د سیمې د هېوادونو په ګټه ده او افغانستان غواړي له روسیې سره خپلې اقتقصادي اړیکې ښې کړي.
ولسمشر غني د تاشکند ناستې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره لیدلي او په دوه اړخیزو همکاریو يې خبرې کړي دي.
سرګي لاوروف ویلي، افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره هر راز ملاتړ کوي.
ولسمشر همدا راز د روسیې د هغه وړاندیز هرکلی هم کړی، چې د افغانستان په تړاو به د کابل، واشنګټن او مسکو ترمنځ درې اړخیزه غونډه جوړېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments