ولسمشر: سولې ته لار نږدې شوې

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر غني تمه ښودلې چې سولې ته به افغانان حتمي رسیږي او لنډ وخت کې به د اوربند او سولې زیری واوري.
ولسمشر چې په نیمروز کې د چابهار بندر د سوداګرۍ د پرانیستې مراسمو ته تللی، هلته یې باور ښودلی چې افغانان به د سولې ارمان ته رسیږي.
له دې سره یو ځای ایران او هند هم تمه ښودلې چې مشترکې اقتصادي ګټې به افغانستان د ثبات خواته بوځي.
ولسمشر اشرف غني په دې موخه جوړې شوې غونډې ته وویل، افغانستان ۴ کاله وړاندې په ټرانزیټي انحصار کې بند ؤ ، خو اوس یې له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره بدیلې لارې پیدا کړي.
خصوصي سکتور چابهار بندر د کراچۍ او عباس بندر په پرتله د افغانستان لپاره لنډه او ارزانه ګڼي خو، د هند او ایران له دولتونو غواړي چې چابهار کې د بندر عباس په څیر معیاري خدمتونه او اسانتیاوې برابرې کړي.
ولسمشر په دې سفر کې یو ځل بیا په ولسمشریزو ټاکنو ټینګار کړی چې په خپل وخت به ترسره کیږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments