ولسمشر: سوله کوو خو د وطن د ساتنې په خاطر یوه شيبه تعلل هم نه منو

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: نن په کابل کې د ملي شورا د شپاړسمې دورې د اتم کال په ناسته کې ولسمشر محمد اشرف غني په خپله ونيا کې په هیواد کې د وروستیو پرمختګونو، سولې د وړاندیزونو او ځینو موهمو مواردو په اړه د ولس له استازو سره خبرې درلودې.

د ملي شورا د پرانیستې په مراسمو کې ولسمشر ټينګار وکړ چې دوی سولې ته ژمن دي خو د هیواد ساتنې لپاره هره شيبه دفاع ته چمتو دي.

ولسمشر په خپلو خبرو کې وويل:«په پيل کې د هیواد د ټولو شهيدانو خصوصا ملي ځواکونو د شهيدانو،د ترهګریزو بریدونو قربانیانو او د ملي شورا قربانیانو ته دعا کوم او ددې وطن د لومړي خادم په توګه ټول ولس ته تسلیت وايم، په ملي شورا کې د شيد فضل الرحمن څمکني، شيد کاظمي، شهيد شيرولي وردګ، عارف ظريف، احمدخان سمنګاني، عبدالمطلب بیګ، هاشم وطنوال، شهيده شهناز، شهيد نازک میر سرفراز، شهيد مولوي اسلام محمدي، شهيد مولوي ارسلارحماني، شهيد مویونس شيرآغا او شهيد ګل آفغان ياد به تل تازه وي او د قربانیو درناوی به کيږي. د ټولو شهيدانو اروا دې ښاده وي.»

ولسمشر زياته کړه:«که د ملي شورا د غړو مرسته نه وی له قوانینو تر سولې پروسې پورې به ډيرو برخو کې به بريالي نه وو، تر اوسه درې سوه قوانین تدوين او تصويب شوي دي چې دا يو عظيم کار وو، د خلکو د غوښتنو په رسولو او د ولس او نظام تر منځ په اړيکه کې ستاسو له پاملرنې مننه کوم، هیله من یم چې په نوي کار کې قوانین تصويب کړئ ځکه قوانین د مشروع سياسي نظام بنسټ ږدي.»

ولسمشر وويل چې د عدلي قوې په کارونو کې به هيڅ چاته د لاسوهنې اجازه ورنکړي:«ما او د حکومت مشرانو کله هم د قضايه قوې په چارو کې لاسوهنه نه ده کړې، تردې دمهاله عدلي او قضايي ادارې په عادلانه پريکړو کې موفق وو او په  دې برخه کې د قاضي القضات او لوی څارنوال څخه مننه وکړم. ديني علماوو له امنیتی ځواکونو او حکومت څخه د ملاتړ واقعي غږ پورته کړی دی، علماوو د قانون د حاکمیت، سولې او امنيت په برخه کې رول لوبولی دی او دوی پوی دي چې د اقتصادي پروژو پلي کيدل له سولې سره مرسته کوي له ټولو علماوو څخه مننه کوم. د وطن له ټولو اقشارو او احزابو څخه د سمون، ولسي برنامو او سولې په برخه کې مننه کوم.»

ولسمشر د ټاکنو پر کيدو يو ځل بيا ټينګار وکړ:«د رڼو ټاکنو کيدل ډير مهم دي نو باید ووايم چې د ولسي جرګې او ولسمشرۍ ټاکنې په خپل حتمي کيږی، حکومت مکلف دی چې ټاکنو ته د کيدو لپاره برنامې جوړې او امنيت يي ټينګ کړي،د ملکي، پوځي ادارو او نوروکړیو د لاسوهنو مخنیوی به وکړي،ټاکنو کمیسيون باید خپل استقلالیت وساتي، د ټاکنو کمیسيون سره زه او ډاکټر عبدالله به کله هم شخصي لیدنې نه کوو خو په ډله ایزه بڼه به د نړۍ والو ملګرو په شتون کې ناستې ورسره ولرو، پروګرامونه، او مهال ويشونه د ټاکنو کمیسيون داخلي کار دی، که ستونزه وه يا د مرستې اړتیا وه چې حکومت او ولسمشرۍ ماڼۍ يي ملاتړ وکړي له سياسي پوړونو مې هیله داده چې زموږ کار دوی مشخص کړي څو د شک ځای پکې نه وي پاتې.»

ولسمشر زياته کړه:«د سولې د وړاندیزونو په اړه د ټولنې ټول پوړ ونډه درلوده، دا طرحه د خلکو د غوښتنو او نظرياتو پر اساس جوړه شوې وه، له جناب حکمتیار صیب څخه مننه کوم چې دروند ګام يي پورته کړ، د سولې فضا ته يي زمينه مساعده کړه او نن له موږ سره د ولس په کور کې ناست دی، ولس د نښتې قرباني دی، د څلورو لسيزو جګړو، دښمني،بدګماني او کينه پيدا کړې ده، له بلې خوا محدود کسان هم شته چې په جګړه کې خپله ګټه ويني نو ځکه د سولې غږ ته يو نیم ځای د شک په سترګه کتل کيږي دا يوه طبیعي خبره ده خو دا طبيعي ده چې ولس سوله غواړي، په لوړ آواز وایو چې د سولې په خاطر له ټاکل شوې لارې نه په شاه کیږو او پر طالبانو غږ کوو چې د اسلام او افغانستان خیر په  دې کې دی چې خبرو ته سره کینوو او ستونزې له تباهۍ او وینې توييدنې پرته هوارې شوې.»

ولسمشر وویل چې ترهګر له هرې لارې هڅه کوي چې د سولې پروسه سبوتاژ کړی خو خپلې شومې موخې ته به ونه رسيږي:«ترهګړې ډلې به له ګڼو لاروهڅو وکړه څو د سولې پروسه سبوتاژ کړي خو د دوی د موخو د نه پلي کيدو لپاره اړتیا ده چې پر يو والي ټينګار وکړو، حوصله باید وکړو څو دښمن مخکې نشي او موږ د خپلو شومو موخو ښکار کړي، د سولې د طرحې تدوين ستاسو د نظریاتو پر بنسټ وو، همداسې به سولې ته د رسیدو بهیر هم ستاسو په خوښه وي او هره برخه به يي په ملی اجماع سره پلی کيږي او زه يي همداسې تداووم غواړم، ددې جګړې اصلي زيان عام ولس ته رسيږي د همدې لپاره د عام ولس خصوصا ښځو اواز چې د جګړې قربانيانې دي تر هرچا  مخکې واوريدل شي. افغان ميرمنې د دولت په لوړو اجرايوي څوکيو، مقننه او قضايه قوه کې کار کوي چې د ټولنيزې سولې په راوستو کې يي رول مهم دی، هغه هیواد چې څو لسیزې ناورین يي تجربه کړی دی امنیت ورته لومړيتوب دی، تل پاتې امنيت ته د رسیدو لار داده چې امنیتي ادارې پياوړې، باید افغان ځواکونه وروزل شي، مجهز او غیرسياسي شي.»

نوموړي په امنیتي ادارو کې د سمون په اړه وويل:«هغه چې په امنیتي ادارو کې د سمون مخالفت کوي دوی په هیواد کې د سمون پر ضد دی، موږ په امنیتي ادارو کې د سمون د راوستو په خاطر د خلکو امنیت ته زمینه سازي کیږی، ملي ګټې ډيريږي او په دې برخه کې د ولس ملاتړ ډير مهم دی. له دې سهر سره چې سوله مو هیله ده خو له تپل شوې جګړې سره مخ یو نو د هیواد په ساتنه کې يوه شيبه تعلل هم باید نه وي بلکه تل تيار یو چې ولس او خاوره وساتو، د هیواد په ساتنه کې ډير وړوکی تعلل هم د منلو نه دی.»

محمد اشرف غنی وويل :«څلور کلن امنیتي پلان د پلي کيدو په حال کې دی چې پايلې به يي په ۱۳۹۷ کال کې احساس کړو او په ۱۳۹۸ کال کې به مو امنيتی ځواکونه ډير زيات پياوړي شي، له دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت څخه ملت ملاتړ کوي، د څلور کلن پلان په لړ کې به افغانستان په دفاعي برخه کې پر ځان بسيا شي،هغه هیواد په پښو دریدای شي چې له اقتصادي پلوه په پښو ودريږي، نو کلني عواید مو باید اته ميليارده ډالرو ته ورسيږي، اوس مو عواید دوه ميليادره ډالر دی خونظامي لګښتونه پنځه ميلیارده ډالر. پخوا افغانستان د سترو کاروانونو لاره وه، اوس يي دريځ د مرکزي او سويلي اسيا د نښلونکي، چين او ایران د نښلولو، بیا د هند او پاکستان تر منځ د انرژۍ د نښلونکي په توګه دی. موږ اقتصادي هوساینې ته د رسيدو لپاره سیمه ایز یو بل منلو ته اړتیا لرو، پيغام مو د سیمه ایزې همکارۍ دی، د سیمه ایزو اړیکو پياوړتیا مو له فقر څخه ثروت ته رسوي، له هيڅ هیواد سره دښمني نه غواړو غواړو چې د سیمه ایزې همکارۍ محور و اوسو.»

ولسمشر زياته کړه:«ترکمنستان لومړنی هیواد دی چې د اتصال په توګه يي افغانستان درک کړ، زموږ سياست هم د اتصال سیاست دی، له ټولو ګاونډيانو سره ښې اړيکې غواړو، نه يوازې له ترکمنستان سره بلکه له ازبکستان سره داوسپنیزې کرښې پلی کيږي، د کاسا پروژه له قرغزستان او تاجکستان سره، د لاجوردو لاره له جورجيا او… سره….پایله يي انشاالله داده چې افغانستان به په سیمه ایز کوريدور بدل شي، اوس يي وخت تیر شوی دی چې څوک مو لارې وتړي، زموږ لاره د نیکو اړیکو لپاره تل پرانیستې ده.موږ د اوبو زيرمې لرو که څه هم بدلونونو اوبو کمې کړي دي خو کوښښ کوو چې دا لړۍ سمه شي، د اوبو مدیریت ډير مهم دی هغه په ښارونو او کرنیزه برخه کې ډيرې مهمې دي، د اوبو مهار کول د اوبو د ضايع کیدو لامل کیږي، څو د اوبو وضعيت د مدیریت وړ وي، اوبو زموږ عزت دی او خپل عزت ساتو. ځمکه د اقتصاد بله برخه ده،د اراضي په اړه مو په هرات کې زموږ اقدامات ولیدل، هیله من يو چې کډوالو ته کورونه ورکول شي. غواړو په راتلونکو څلورو کلونو کې د جایدادونو د ثبت پروسه پيل کړو.»

ولسمشر د کانونو په اړه وويل:«کانونه، بشري سرمایه او نور ټول زموږ د هوساینې او اقتصادي خپلواکۍ نورې برخې دي، په ګمرکونو او نورو عايداتي برخو کې سمون راوستل روان دي، دې ته هر اړخیز پلان شته چې د پلي کيدو په برخه کې د ولس او ملي شورا ملاتړ غواړو، له دواړو مجلسونو څخه د بودجې د تصویب له امله مننه وکړو، سږ کال شفافه بودجه وړاندې شوه دا چې تاسو ورته پاملرنه وکړه مننه کوو. له اقتصاد پرته امنیت نشي راتلی، ځنګلونه ملي سرمایه ده خو بې غوري ورسره شوې، خو له نيکه مرغه ولس دې دې پانګې ته متوجې شوي دي څه موده مخکې د ځدراڼو د يولسو ولسوالیو مشران راغلي وو ويل يي چې باید د ځنغوزيو ودې ته کار وشي که ورته پاملرنه وشي څو سوه ميليونه ډالر ګټلی شو، همداسې د بادغیس، هرات، کونړ، نورستان او مرکزي افغانستان…. د ځنګلونو بیارغول به کوو. معادن مو بله طبيعي شتمني ده د کانونو سکتور ته د لارې نقشه جوړه شوې او ګټه به ترې د يوې جامع حل لارې په شتون کې کيږي څو دا کانونه اوسني او راتلونکي نسل ته په پانګه بدل کړو او هم به په دې برخه کې پانګونه آسانه شي.»

ولسمشر وویل چې کډوال به په عزت سره هیواد ته را ستانه شي:«د کډوالو راستنيدل مو ملي وجيبه ده، اول له پاکستان او بیا له ایران څخه دوی په عزت راستانه شي په دې برخه کې به ټول پروګرامونه له تاسو سره شريک شي. اداري اصلاحات لکه امنیتي اصلاحات مهم دي، اداري اصلاحاتو کمیسيون د آزموينو اخيستل دا پروسه رڼه کولای شي په هلمند کې شپږ زره تنو ګډون کړی وو چې اوو سوه ښځې وې، په هرات کې شپاړس زره ګډونوال وو چې لس زره يي ښځې وې، خوشبختانه په دې برخه کې تحرک رامنځ ته شوی دی. زموږ بشري سرمایه مو مهمه پانګه ده،په را روان کال کې په معارف او لوړو زده کړو کې مهم بدلونونه راځي چې په راتلونکو ورځو کې به درته معلومات درکول شي، په معارف او لوړو زده کړو ستونزې وې او لاهم شته پر تیر قضاوت نه کوو ولس باید قضاوت وکړي. ځوان نسل ته د کسبونو پيدا کول او معیاري پوهنيز نظام مو ژوند بدلولای شي. زه د یو معلم په توګه د معارف د ودې پر ارزښت پوهیږم.»

ياده دې وي چې ننۍ ناستې ته د ملي شورا غړي، سياسي مشران، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتيار، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، د کابینې غړي او جهادي مشران هم راغلي وو.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

 

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply