ولسمشر: سوله په تدبیر سره غواړو

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشرغني ملت ته په اوه دقیقه يي وینا کې ټینګار وکړ چې له پوره تدبیر سره ژر سوله غواړي.
ښاغلي غني د سولې روانو هڅو او پرمختګونو ته کتو وویل، د سولې لپاره نیت او اراده لري او د سولې بندې دروازې به پرانیزي.
ولسمشر وویل، په افغانستان کې د بهرنیانو اوسنی حضور د هوکړې له مخې دی او هیڅ افغان د اوږدې مودې لپاره د بهرنیانو حضور نه مني.
ښاغلي غني د بېلګې په توګه د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ په مهال د ملي پخلاینې بهیر ته په اشارې وویل، د سولې هغه وخت خبرې د فریب او درغلیو سره مخ شوې خو اوس به موږ له پوره تدبیر سره د سولې خبرې پر مخ وړو.
ولسمشر طالبانو ته په خطاب وویل، تاسې دوه انتخابه لری یا له ولس سره یو ځای شئ او یا هم د پردیو د ګټو لپاره جګړې ته دوام ورکړئ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments