ولسمشر: زموږ سیاسي غیږ پراخه ده

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني په یوې لوی غونډې کې د وینا پرمهال وویل، سیاسي غیږ مو باید پراخه وي.
ولسمشر چې نن یې ارګ کې د عبدالعلي مزاري د وژل کېدو درویشتم تلین ته خبرې کولې وویل، څومره مو چې سیاسي غیږه محدودیږي په هماغه کچه به افغانستان محدود شي.
ښاغلي غني دا هم وویل چې ملي یوالي حکومت اسانه کار نه دی خو دا یې د وخت غوښتنه او اړتیا وګڼله.
غني دا هم وویل چې موږ اړتیا لرو څو تیر درک کړو خو د تیر تکرار ته به بیا اجازه ور نکړو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments