ولسمشر د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي وستایل

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن ماښام د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړو ته د میوند د فاتح غازي محمد ایوب خان دولتي مډالونه او نغدي مکافات ورکړل.
ولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې ، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي د جمهور رئیس له همېشنۍ پاملرنې او هڅونې څخه په مننې د خپلو کارونو، لاسته راوړنو او بریاو په هکله جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
د خبرپاڼې پر بنسټ، جمهور رئیس د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړو ته د ښه راغلاست او مبارکۍ ترڅنګ له دې امله ورڅخه ځانګړې مننه وکړه چې د هېواد ښه او اغېزناک استازیتوب یې کړی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان د ولسمشر په اعلامېې کې کرکټ لوبغاړي د هېواد واقعي سفیران بلل شوي او ولسمشر خپل ویاړ بللي دي.
جمهور رئیس غني د کرکټ ملي لوبغاړو ته په خطاب کې وویل، تاسو د هغه هېواد استازیتوب کوئ چې تل یې له نوم سره جنګ او مرګ تړلی وو، مګر تاسو د ژوند کلیمه ورزیاته کړه. هغه زیاته کړه، ټولو ته مو په خپلو کوښښونو او بریاو دا وښوده چې افغانان په منظمه او منسجمه توګه داسې ویاړونه او اتلولۍ ګټلی شي چې ټول ورباندې وویاړي.
د هېواد جمهور رئیس د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو بریاو او اتلولیو ته په اشارې وویل، تاسو د ټولو لپاره مثال یاست او نور به ستاسو کړنې تکرار کړي. هغه زیاته کړه، سږکال مو په سختو شرایطو کې افغانستان په نړیواله کچه وځلاوه.
جمهور رئیس د کرکټ ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالیو ته د لار موندلو له امله دوی ته مبارکي وویله او د ملي لوبډلې ښه مدیریت یې وستایه. هغه زیاته کړه، تاسو د ”افغانستان ډسپلین“ د نړیوالو په ژبه راوړ او زما ارزو داده چې ډسپلین په ټول هېواد کې دود شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments