ولسمشر د ټاکنو په تړاو سلا مشورې کړي

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو په اړه د سیاسي ګوندونو له استازو سره غونډه کړې.
تېر ماښام ناوخته ولسمشر غني په ارګ کې د سیاسي ګوندونو له استازو سره د ټاکنو په اړه د هغوی پر وړاندېزونو او طرحو خبرې اترې کړي دي.
په غونډه کې له هراړخیزو بحثونو وروسته پرېکړه شوې چې د حکومت او سیاسي ګوندونو څخه دې ګډه کمېټه جوړه شي، څو د ټاکنو د ترسره کېدو ټاکلي نیټې او مهالوېش ته په پام د سیاسي ګوندونو د وړاندېزونو په اړه خپله عملي طرحه وړاندې کړي.
ولسمشر هغه اوازې رد کړي چې ګنې پارلماني ټاکنې به ځنډیږي او په دې برخه کې یې د ټولو خنډونو د لیرې کیدو لارښوونه کړې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments