ولسمشر: د ولسونو په رضایت کې بریا ده

comments 0

هندوکش – بلخ: ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ولسوالانو بریا د ولسونو په رضایت کې ده.
ولسمشر چې نن یې د خپل سفر په دویمه کاري ورځ د بلخ ولسوالانو سره خبرې کولې وویل، په نږدې وختونو کې به د هېواد په کچه د ټولو ولسوالانو لپاره سیمینار جوړ کړي او د سیمه ییزې ادارې پر ستونزو به ور سره خبرې وکړي.
په دغه لیدنه کې ولسوالانو خپلې ستونزې او غوښتنې ولسمشر ته وړاندې کړې.
ولسمشر په بلخ کې له بیلابیلو خلکو سره لیدلي او ټینګار یې کړی چې د ټولو قشرونو مشکلاتو ته به رسیدګي وشي.
ولسمشر ډاډ ښودلی چې ولسوالان او قومي مشران کولای شي یووالي وساتي او د تفرقو مخه ونیسي.
عاطفه مصمم

Comments