ولسمشر د وردګو برید غندلی

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشرۍ ماڼۍ میدان وردګو کې د تیرې ورځې برید غندلی او هغه یې یو جنایت بللی.
ولسمشر محمد اشرف غني، اړوند مسؤلینو ته لارښوونه کړې، چې پېښه په هر اړخیزه توګه وڅېړي.
تیره ورځ یو شمېر افغان امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي و چې، په دغه برید کې ۴۸ تنه وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ټپیان دي.
د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک ویلي، په روغتون کې یې د ۳۵ تنو مړي لیدلي دي.
ویل کیږي د برید قربانیان اکثره د حزب اسلامي هغه غړي دي چې د سولې له پروسې سره یو ځای شوي و او په سیمه ییزه قطعه کې جذبیدل.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments