ولسمشر: د هویت لپاره د اجماع غوښتنه سمه نه ده

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني وایي، هغه ډلې او اشخاص چې د ملي هویت د اجماع پروړاندې دریږي، د اسلامیت او افغانیت مخالف دي.
ولسمشر چې د ارګ دننه یې د روسانو د وتلو نهه ویشتمې کالیزې یوې غونډې کې خبرې کولې وویل، افغانان په خپل هویت ویاړي او اړتیا نشته چې د دې کار لپاره مشورې وشي.
ولسمشر په ډاګه کړه چې افغان ملت د کومې بین المللي هوکړې په اساس نه دی رامنځ ته شوی بلکې یو ملت و او وي به.
له دې سره د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش اساسي قانون د ټولو افغانانو د یو ځای والي یو ځنځیر یاد کړ چې کولای شي افغانان په پریکړو کې سره همنظره کړي.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار بیا ټینګار وکړ چې حکومت دې قانون په ټولو یو شان پلي کړي او د هغو کسانو پروړاندې دې جدي اقدام وکړي چې د اساسي قانون خلاف راپورته کیږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply