ولسمشر د هلمند برید غندلی

comments 0

هندوکش – کابل: افغان ولسمشر محمد اشرف غني په هلمند کې شوې چاودنې غندلي دي.
د هلمند مرکز لښکرګاه په چاودنو کې د اقتصاد رییس محمدخان نصرت په ګډون څلور کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان دي.
دوه چاودنې نن سهار د بزګر ورځې نمانځنې په مراسمو کې شوي دي.
په دغو چاودنو کې مرستیال والي مجاهدالله صفاري ، د سرحدي قواوو قوماندان،د ولايتي شورا مرستيال عبادالله عليزی، د اطلاعات او کلتور رئيس حميدالله وياړ، د کرنې رئيس زلمی الکو او د هغه مرستيال رفيع الله قلم په ټپيانو کې شامل دي.
د برید مسوولیت طالبانو منلی او ګڼوافغان چارواکو ته یي د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده .
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments