ولسمشر د میدان وردګو له خلکو همکاري غوښتې

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني د میدان وردګو له خلکو غوښتي چې د سولې او د کابل- کندهار د لویې لارې د امنیت د ټینګښت په برخه کې همکاري وکړي.
محمد اشرف غني ویلي، میدان وردک د افغانستان د مڼو مهم او لوی تولیدونکي دي او خلکو ته یې ډاډ ورکړی چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره به د دوی مڼې وپېري.
د میدان وردګو خلکو د پوهنتون، برېښنا، اوبو بندونو، سړو خونو او د ولسوالیو د سړکونو د جوړولو ترڅنګ د ولایت د نوم او د اداري واحدونو د زیاتوالي په اړه خپل وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړي دي.
اشرف غني د میدان وردګو ولایت د خلکو د وړاندیزونو او غوښتنو د ارزونې لپاره یاد ولایت ته د یو با صلاحیته پلاوي د لېږلو خبره کړې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments