ولسمشر د ميدان وردګو او غزني د برښنا د مزي پرانيسته وکړه

comments 0

هندوکش ـ ميدان وردګ: نن د يوې پرتمينې غونډې په لړ کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ميدان وردګو او غزني ولسونو ته د ورغلې برښناد مزي پرانيسته وکړه:

ولسمشر په خپلو خبرو کې وويلک«  نن هیله منه ورځ ده، هيلې را ژوندۍ شوي دي، او د يو متمدن ژوند د بنسټ ډبره کيښودل شوه، ميدان وردګ او غزني تل د نظام ملاتړ کړی دی او له اساسي قانونه يي دفاع کړې، دا چې دا پروژه پکې پلې شوه او دوی يي ملاتړ کړی زه يي مننه کووم.»

ولسمشر زياته کړه::« غواړم چې د ټول ولس له خوا تاسې هغو خلکو ته چې د برق مزي قطع کوي یو پیغام ورکړئ.»

ولسمشر په خپلو خبروکې وويل:« نن معلومدار ولس روښنایي ویني اما دا یې اول قدم دی او د میدان وردګ – غزني خصوصي سکتور دې پر برق د پانګونې ژمنه وکړي.»

ولسمشر د برښنا شرکت رئيس غالب ته وویل چې ددې پروژې د پلي کيدو پر مهال ټپي شوي انجینر جمشيدي ته هر اړخیزه پاملرنه وکړي ځکه هغه يو قهرمان انجينر وو چې ددې پروژې په پلي کيدو کې يي ډيرې هلې ځلې وکړې.

ولسمشر زياته کړه:« نن یې شروع ده، دا به زابل او وروسته کندهار ته رسېږي. زموږ انکشافي شوراګانې باید مرسته وکړي، که یې ونه کړي غیر ممکن کېږي.»

ولسمشر ټينګار وکړ چې د بادي او لمريني برښنا په لړ کې به د څو پيړیو تيارې ختمې کړي او د مرکزي آسيا برښنا به ټوله سيمه روښانه کړي او هم به مو سره ونښلوي.

ولسمشر زياته کړه چې ددې ډول پروژو په پلي کيدو کې باید ډیر دقت وشي چې کورونه، کرنیزې ځمکې او بڼونه ډير زيانمن نشي بلکه برعکس ولس ته مطلقه ګټه ورسوي.

یاده دې وي چې ددې پروژې له بشپړيدو سره سم به زرګونو کورنۍ د برښنا له نعمت څخه برخمنې شي او په بل پير کې به يي زابل او کندهار هم روښانه شي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ ميدانښار

Comments

Leave a Reply