ولسمشر د مونیخ له غونډې کابل ته راستون شو

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني په جرمني کې د مونیخ امنیتي ناسته کې له ګډون وروسته نن سهار بیرته کابل ته راستون شو.
ولسمشر مونیخ کې د نړۍ مشرانو سره بېلابېلې ناستې درلودې او د افغانستان امنیتي وضعیت په ګډون د سولې پروسه او ولسمشریزو ټاکنو په تړاو یې ورسره بحثونه کړي دي.
ولسمشر د غونډې په حاشیه کې د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره په دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي.
ولسمشر په ډاګه کړې چې افغانان د نړیوال ترهګرۍ سره مخ دي او د نړیوالو په استازیتوب قرباني ورکوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments