ولسمشر د مونیخ غونډه کې ګډون وکړ

comments 0

هندوکش – آلمان: ولسمشر د مونیخ په کلنۍ امنیتي غونډه کې د ګډون په موخه تېره شپه جرمني ته رسیدلی دی.
ولسمشر محمد اشرف غني به د مونیخ په کلنۍ امنیتي غونډه کې د ګډون تر څنګ د یو شمېر هېوادونو له سیاسي او پوځي چارواکو سره لیده کاته کوي.
د نړۍ د امنیت خوندیتوب په موخه د جرمني په مونیخ ښار کې هر کال کلنۍ امنیتي غونډه جوړېږي چې په ‌کې د بېلا بېلو هېوادونو لوړپوړي چارواکي ګډون کوي.
د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهانو ویلي، ولسمشر باید په دغه ناسته کې د افغانستان امنیتي وضعیت له نړیوالو سره شریک کړي.
د دوی په باور نړیوال مکلف دي چې د افغانستان د روان امنیتي وضعیت سره د سمون په موخه لازمې مرستې وکړي.
محمد امان دوران

Comments