ولسمشر: د قانون په چوکاټ کې اصلاحات راولو

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر غني ویلي اوس د دې وخت راسیدلی چې پرته له دې چې ښې او یا چپ طرف ته ګورو د قانون په چوکاټ کې به مخ پروړاندې ځو.
ولسمشر ویلي چې اوس د اصلاحاتو لړۍ پيل شوې او دا لړۍ به له غبرګونونو سره ـ سره دوام پیدا کړي.
ولسمشر باور ښودلی، هغه هېواد کې چې د اصلاحاتو اصل نه وي، هلته حکومتولي نه شي بریالی کیدای او پرمختګونه ناممکن وي.
ولسمشر غني د روغتیا وزارت یو پروګرام کې انديښنه ښودلې چې د ناسمو روغتیایي خدمات له کبله هېوادوال د درملنې لپاره له هېواده بهر ځي، خو په دې برخه کې به کار کیږي چې روغتونونه او طب مو مسلکي شي.
ولسمشر له ډاکټرانو مننه کړې چې د پېښو پرمهال ټپیانو ته وینه رسوي او غوښتنه یې ترې کړې چې خپل مسلک ته ژمن او بې پرې پاتې شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply